ځايي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې د وسله والو طالبانو په ډزو كې ۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د چارواكو په وينا، دغه پېښه تېره شپه د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې رامنځته شوې.
ځايي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې د وسله والو طالبانو په ډزو كې ۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چارواكو په وينا، دغه پېښه تېره شپه د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې رامنځته شوې.
ويل كېږي، چې دوه شپانه، چې د خپلو مالونو په څرولو بوخت وو، د وسله والو طالبانو لخوا په ډزو ويشتل شوي، چې يو يې ځاى پر ځاى مړ او بل يې ټپي دى.
امنيتي چارواكي وايي، چې وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي، خو په سيمه كې د نيولو په موخه پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې د يوناما استازو خبر وركړى و، چې د هېواد په لويديځ كې د روان كال په ترڅ كې په ملكي وژنه كې ۱۵ فيصده ډېروالى راغلى.
ويل كېږي، ډېرى دغه ملكي كسانو ته د وسله والو طالبانو په بريدونو كې مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


