ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې پنځو بريدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې پنځو بريدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ وياند دويم څارن سيد مسعود يعقوبي كليد سره په يوه ټيلفوني اړيكه كې د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې پر له غرمې وروسته په قيصار ولسوالۍ كې پر يوې پوستې بريد شوى و، چې د افغان امنيتي ځواكونو لخوا په شا تمبول شوى و.
نوموړي زياته كړه، چې بريد كې دوى ته كوم زيان نه دى اوښتى، خو د وسله وال طالبانو دوه تنه مړه او ۳ نور يې ټپيان دي.
د يعقوبي په وينا، دغه كسان د مولوي عبدالله په نامه د وسله والو طالبانو د يوه قومندان ملګري او ځايي طالبان وو.
دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې ولايت په بلچراغ ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د يوه كمين په ترڅ كې ۹ قومي مشرانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


