ads

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ كې ۲۳ طالبان ووژل شول

د وسله والو طالبانو پرضد د ننګرهار پرشېرزادو ولسوالۍ د دولت پلوو ځواکونو د تېرې شپې په  هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د وژل شويو کسانو تازه شمېره دروېشت تنه وښودل شوه. د وسله والو طالبانو پرضد د ننګرهار پرشېرزادو ولسوالۍ د دولت پلوو ځواکونو د تېرې شپې په  هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د […]

نویسنده: TKG
6 لیندۍ 1389

د وسله والو طالبانو پرضد د ننګرهار پرشېرزادو ولسوالۍ د دولت پلوو ځواکونو د تېرې شپې په  هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د وژل شويو کسانو تازه شمېره دروېشت تنه وښودل شوه.

د وسله والو طالبانو پرضد د ننګرهار پرشېرزادو ولسوالۍ د دولت پلوو ځواکونو د تېرې شپې په  هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د وژل شويو کسانو تازه شمېره دروېشت تنه وښودل شوه.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى، چې د دې شمېرې پخلى کوي، وايي، په وژل شويو کې د کورنيو وسله والو طالبانو ترڅنګ د پاکستان د وزيرستان يو شمېر وسله وال هم شامل دي.

د والي وياند په وژل شويو کې څلورتنه د هغه کور ځوانان ګڼي، چې وسله وال طالبان پکې وو، خو وايي، هغوى هم د طالبانو په شان هغه مهال وژل شوي، چې د عمليات کوونکو ځواکونو پر وړاندې يې وسله وال غبرګون ښودلى.

عبدالزى دغه راز وايي،  يو بل تن  ايتلافي او افغان ځواکونو د دې عملياتو پرمهال له څلوردېرش ميله وسلو او ماينونو سره  نيولى او اوس ترې پلټنې روانې دي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې  کليد ته وويل، چې عمليات  يې د  هغه طالب قومندان په نيونې پسې افغان ځواکونو سره په ګډه کړي، چې طالبانو ته د مالي اسانتياوو د برابرونې ترڅنګ يې بهرني دولت ضد  وسله وال هم افغانستان ته راوستل.

د دې ادارې په وينا، په عملياتو کې ټول اتلس وسله وال طالبان وژل شوي.

د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال بياعمليات يوازې د ايتلافي ځواکونو لخوا ترسره شوي ګڼي او وايي کره معلومات يې نه لري.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم کليد ته عمليات يوازې د بهرنيو ځواکونو لخوا ترسره شوي وګڼل او ويې منله، چې دروېشت ملګري يې پکې وژل شوي.

طالب وياند په دې دروېشتو کې پينځلس خپل وسله وال ملګري وبلل او د نورو په اړه يې وويل، چې دې سيمې ته د تازه ورغلو ملګرو مېلمه پالونکي يې دي.

ذبيح الله مجاهد همدا شان د خپلو ملګرو په ډزو د يو وېشتو بهرنيو سرتېرو د وژنې دعوه هم وکړه.

شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار تر ټولو ناامنه ولسوالي ګڼل شوې،وېل کېږي، چې زياته برخه يې د وسله والو طالبانو په واک کې ده او په دې طالبانو کې د کرښې له هغې غاړې راغلي پاکستانيان هم شامل دي.

هلته پخوا هم څو ځله ورته عمليات شوي، چې کله،کله پکې وژل شوي ولسي خلک  ښودل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA