ads

جلال اباد كې پر امريكايي موسېسې ځانمرګى بريد

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې د مهمې امريکايي موسېسې ډي،اى،آى پر مېلمستون د وسله والو طالبانو د تېر ماښام  تر بريد وروسته وايي، چې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد  په روانو پلټونکو  هڅو کې به  ژر د بريدګرو څو لوى ګروپونه ونيسي.     د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت […]

نویسنده: TKG
6 لیندۍ 1389

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې د مهمې امريکايي موسېسې ډي،اى،آى پر مېلمستون د وسله والو طالبانو د تېر ماښام  تر بريد وروسته وايي، چې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد  په روانو پلټونکو  هڅو کې به  ژر د بريدګرو څو لوى ګروپونه ونيسي.

 

 

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې د مهمې امريکايي موسېسې ډي،اى،آى پر مېلمستون د وسله والو طالبانو د تېر ماښام  تر بريد وروسته وايي، چې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد  په روانو پلټونکو  هڅو کې به  ژر د بريدګرو څو لوى ګروپونه ونيسي.

مل پاسوال علي شاه پکتياوال کليد ته دغه راز د جلال اباد په انګور باغ سيمه کې پر ياد شوي بهرني مېلمستون د بريد په اړه وايي، چې يوازې بريدګر پکې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونو لخوا وژل شوى او مړي سره يې څو بمونه او يو کلاشينکوف  ټوپک نيول شوى، خو نور چاته زيان نه دى اوښتى.

امنيې قومندان دغه راز د پرله پسې څو امنيتي پېښو له کېدو سره، سره هم د ننګرهار امنيتي ډېره ښه وګڼله.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي  هم د پکتياوال د خبرو پخلى وکړ، خو د ملي اردو د ګارنيزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهېم خېل بيا کليد ته وويل، چې د بريد پرمهال د يوه وسله وال طالب پر وژل کېدو سربېره څلور نور طالبان ټپيان شوي هم دي، خودا، چې دا ادعاشوي ټپيان اوس چرته دي؟دى ترې ناخبري ښيي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، پر امريکايي موسېسې يې شپږو ځانمرګو ملګرو بريدونه کړي، چې د يوه طالب د وژل کېدو ترڅنګ پکې شپږ لوړ پوړي بهرني چارواکي او د ډي،اى،آى اته ساتونکي وژل شوي.

سيمه ييز خلک بياوايي، چې لومړى يې د يوې درنې چاودنې غږ او ورپسې د سپکو وسلو څو ډزې اوريدلي.

دغه راز يې د پېښې له ځايه د ډېرو لوګيو پورته کېدل ليدلي، چې ګومان کېږي،ياد شوي مېلمستون کې به اورهم لګېدلى وي.

وړمه شپه په ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو پر  ولايتي ډلې  پي،آر،ټي هم طالبانو د بريد او پکې د مرګ،ژوبلې دعوه لرله، چې  ولسي خلکو هم د بريد پخلى کاوه.

ننګرهار، چې له څه وخته کراره شوې امنيتي وضعه يې بيا د ناامنيو شاهده ده،خلک پرې يو څه اندېښمن دي او له اړوندو چارواکو د هغو ژمنو پوره کېدل غواړي، چې ويلي وو، له ناامنيو زيات وخت خوندي ننګرهار به بياهم له ناامنيو خوندي ساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA