ads

بغلان كې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات

د بغلان ولایت چارواکي په مرکزي بغلان کې د تېرې ورځې د عملیاتو په ترځ کې د یوه وسله وال طالب د وژلو او د بل ټپي كېدو دعوه كوي. د بغلان ولایت مسؤلین وایي، چې تېره ورځ یې   د بغلان ولایت چارواکي په مرکزي بغلان کې د تېرې ورځې د عملیاتو په ترځ […]

نویسنده: TKG
6 لیندۍ 1389

د بغلان ولایت چارواکي په مرکزي بغلان کې د تېرې ورځې د عملیاتو په ترځ کې د یوه وسله وال طالب د وژلو او د بل ټپي كېدو دعوه كوي. د بغلان ولایت مسؤلین وایي، چې تېره ورځ یې

 

د بغلان ولایت چارواکي په مرکزي بغلان کې د تېرې ورځې د عملیاتو په ترځ کې د یوه وسله وال طالب د وژلو او د بل ټپي كېدو دعوه كوي.

د بغلان ولایت مسؤلین وایي، چې تېره ورځ یې د مرکزي بغلان د شاهي خېلو اوگاري په سیمه کې د یو لړ تصفیه وي عملیاتو په ترځ کې یو تن وسله وال طالب وژلی او یو یې ټپي کړی دی.

د بغلان یوه چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط كليد ته وويل، چې دغه عملیات یې په مرکزي بغلان کې ترسره کړي.

هغه وایي، چې په دغه عملیاتو کې سپېشل فورس ځواکونو ترڅنګ د ملی پولسو او ملی اردو سرتېرو هم برخه درلوده.

نوموړى زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې یو وسله وال طالب وژل شوی او بل تن يې ټپي دى.

طالبانو لاتراوسه په دی اره سه ندی ویلی

د نور بغلان په پرتله په مركزي بغلان كې په دې وروستیو کی د چارو د شننونکو په خبره ناامني ډېره شوې او وخت ناوخت په ياده سيمه كې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د عملياتو خبرونه وركول كېږي، خو دا سيمه لا په مكمل ډول د وسله والو مخالفينو لا نه ده پاكه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA