د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په يوه كمين كې ۹ قومي مشرانو ته مرګ ژوبله واوښته. د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل دويم څارن سيد مسعود يعقوبي كليد
د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په يوه كمين كې ۹ قومي مشرانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل دويم څارن سيد مسعود يعقوبي كليد ته د ټليفون پر ليكه د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې پر دغه كسانو هغه وخت وسله والو طالبانو بريد وكړ، چې غوښتل يې د دې ولسوالۍ له كليو بانډو څخه د ولسوالۍ مركز ته راشي.
دغه راز يعقوبي زياته كړه، چې امنيتي پوليسو تېره ورځ غرمه مهال دوه حلقې ماينونه او يو ميزايل، چې د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوي وو كشف او له منځه يوړل.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د دې ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ په مركز كې د ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ۵۰ كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


