تېره ورځ مازیګر ناوخته د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ۳ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واړوله. بلخوا په بغلان كې د سړك د غاړې ماين چاودنې كې ۲ بهرني سرتېري ټپيان شول.
تېره ورځ مازیګر ناوخته د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ۳ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
بلخوا په بغلان كې د سړك د غاړې ماين چاودنې كې ۲ بهرني سرتېري ټپيان شول.
د تخار ولایت د والې ویاند فیض محمد توحیدی د پېښې پخلى كوي او وايي، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله، چې پولیسو غوښتل ځانمرګى ونيسي.
د توحيدي په خبره، وړاندې تر دې، چې پولیس نوموړى ونیسي ځان ته یې چاودنه ورکړه، چې له امله یی ۳ تنه ملکې وګړې ټپیان شول، خوا په سيمه كې عیني شاهدان بیا وایي، چې په پېښه کې ۲ تنه عام وګړي وژل شوی هم دي، چې یوه په کې مېرمن او یو سړى دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید كه څه هم د بريد ډول ونه ښود، خو ادعا يې وكړه، چې په بريد كې د بازار په نوم د اربکیانو یو قومندان وژل شوى.
د يو بل خبر له مخې په کندوز کې د ایساف ځواکونو ویاند ډګرمن بخارادی د پلخمري په باغ شمال سیمه کې د سړک د غاړې په یوې چاودنې کې د خپلو ۲ سرتېرو د ټپي كېدو خبر وركړ.
د بخارادي په وينا، پېښه تېره ورځ رامنځته شوې، خو نوموړي د تېر په څېر د سرتېرو هویت څرګند نه كړ.
وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې او په اړه يې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټیلفون له لارې وویل، چې یاد برید د دوی ملګرو تېره ورځ ۲ بجې د پلخمرې ښار د باغ شمال كې ترسره کړی.
مجاهد زیاته کړه، چې د یوه کمین په ترڅ کې یې د بهرنیو ځواکونو د ۲عرادې ټانکونو د ویجاړېدو ترڅنګ ګڼ شمېر سرتېري هم وژلي، چې د كره شمېره يې نه ده څرګنده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د هېواد په شمالي سيمو كې هم وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه پراخ كړي، چې وخت ناوخت ترې د داسې بريدونه راپورونه راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


