ads

هرات كې د ماين چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې د يوې كورنۍ ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دوى په وينا، دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا   ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1389

ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې د يوې كورنۍ ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دوى په وينا، دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا

 

ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې د يوې كورنۍ ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دوى په وينا، دغه پېښه پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې يو تن مړ او ۴ نور ټپيان دي.

ويل كېږي دغه كسان په يوه فلانكوچ ډوله موټر كې سواره وو، چې د انجيل ولسوالۍ په جبرائل سيمه كې پرې د سړك د غاړې ماين چاودنه وشوه.

د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون يوه نوكريوال ډاكټر رامش كليد ته وويل، چې د ټپيانو روغتيايي حالت نسبتاً ښه دى.

كه څه هم ځايي پوليس وايي، چې دا ماين په دې لاره كې پخوا اېښودل شوى و، خو ځايي خلك وايي، چې اوسنى دى، ځكه پر دې لاره هره ورځ د ولسي خلكو ترڅنګ نظامي موټرې هم تګ راتګ كوي.

په وروستيو دوو مياشتو كې دا په دې سيمه كې دويمه خونړۍ چاودنه ده، چې په ترڅ كې يې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA