ads

زابل كې ترافيكي پېښې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول. د زابل سرپرست امنيه قوماندان سمونوال غلام جيلاني فراهي     ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1389

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول. د زابل سرپرست امنيه قوماندان سمونوال غلام جيلاني فراهي

 

 

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول.

د زابل سرپرست امنيه قوماندان سمونوال غلام جيلاني فراهي په دې اړه كليد ته وويل، چې تېره شپه نهه بجي دعامو وګــــــــــړو يو بايفور ډوله موټر، چې د دې ولايت له ارغنداب ولسوالۍ څخه د مرکز کلات ښار په لور روان و د موټر چلوونكي د بې احتياطۍ او زيات ګړندى تګ له امله چپه شو، چې له امله يې درې تنه سپرلي وژل شوي او پنځه نور، چې يو ماشوم هم پكې شامل و ټپيان دي.

د فراهي په وينا، وژل شوي كسان خپلوانو ته سپارل شوي او ژوبل كسان په مركز كلات كې تر درملنې لاندې دي.

د يادونې وړ ده، چې يوه اونۍ وړاندې هم د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ كې د يوه موټرسايكل او ۳۰۳ ډوله موټر د ټكر له امله دوه تنه وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA