ads

د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن د وروستيو پايلو د اعلان خبر وركړ

د ټاكنو د خپلواک کمېسیون له خوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به نن له غرمې مخکې په لس نیمو بجو اعلان شي. د ټاكنو د خپلواک کمېسیون له خوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به نن […]

نویسنده: TKG
3 لیندۍ 1389

د ټاكنو د خپلواک کمېسیون له خوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به نن له غرمې مخکې په لس نیمو بجو اعلان شي.

د ټاكنو د خپلواک کمېسیون له خوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به نن له غرمې مخکې په لس نیمو بجو اعلان شي.

په همدې حال کې لوى څارنوال د ټاکنو کمېسون او د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو پر کمېسون نيوکې لري او وايي، چارې يې په درغليو ککړې دي.

محمد اسحاق الکو پر دې کمېسونونو د خپلو نيوکو په اړه کليد ته وويل، چې داسې موثق اسناد شته، چې د ولسي جرګې د کانديدانو د برياليتوب په اړه تصميم د کابل په شهزاده سراى او ياهم دوبۍ کې نيول کيږي، خو د ټاكنو خپلواك او شكايتونو كمېسيونونو چارواكي د الكو خبرې نه مني.

تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده، چې په دغه نهايي لست کې به د چا، چا نومونه پاتې شوي وي، خو تر دې مخکې د ټاكنيزو شکایتونو کمېسیون ویلي وو، چې د یو شمېر متقلبو کاندیدانو نومونه که څه همه په لومړنیو پایلو کې بریالي اعلان شوي وو، له نهايي لسته غورځیدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA