له شاوخوادوه مياشتې انتظاره وروسته نن دولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې په داسې حال کې اعلان شوې، چې پر ضد يې په کابل، بغلان او هرات ولايتونو کې اعتراضونه روان دي.
له شاوخوادوه مياشتې انتظاره وروسته نن دولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې په داسې حال کې اعلان شوې، چې پر ضد يې په کابل، بغلان او هرات ولايتونو کې اعتراضونه روان دي.
د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل، په وروستيو پايلو کې د راغلي بدلون له مخې 24 نوماندان له وروستي لېسته ايستل شوي دي.
معنوي زياته كړه، کمېسيون خپل کار روڼ تر سره کړی او ټول هغه تورونه يې رد کړل، چې د نوماندانو او يا نورو سرچينو له لوري پر دغه کمېسيون لګېدلي دي.
هغه له نړيوالې ټولنې هم مننه وکړه، چې د ټاکنو په برخه کې يې ورسره مرسته کړې ده.
په وروستيو پايلو کې د دري دېرشو ولايتونو او د کوچيانو د حوزې وروستۍ پايلې اعلان شوې چې ټولې 34 حوزې کېږي.
تر دې مهاله پورې يوازې د غزني ولايت وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي، چې د معنوي په وينا، لامل يې تخنيکي ستونزې دي.
ډېری هغه نوماندان، چې د لومړنيو پايلو له مخې ناکام شوي په ټاکنو کې د پراخو درغليو او لاسوهنو ادعا کوي، خو دغه کمېسيونونه پر خپلو دريځونو ټينګار کوي او وايي، خپل کار يې سم تر سره کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

