د طالبانو په نماينده ګۍ له افغان او امريكايي چارواكو سره خبرې كوونكى تن اصلي ملا اختر محمد منصور نه بلكې د هغه په نامه كوم بل څوك دى، چې تر اوسه يې د هويت په اړه معلومات نشته.
د طالبانو په نماينده ګۍ له افغان او امريكايي چارواكو سره خبرې كوونكى تن اصلي ملا اختر محمد منصور نه بلكې د هغه په نامه كوم بل څوك دى، چې تر اوسه يې د هويت په اړه معلومات نشته.
په دې اړه په نيويارك ټايمز كې خپور شوي راپور كې راغلي، چې د جاسوسي ناولونو په څېر امريكايي او افغان چارواكي وايي، چې له هغه تن سره، چې دوى خبرې اترې كولې هغه ملا منصور نه و او د دوى تر منځ شوې خبرې اترې بې پايلو وې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه تن د ملا منصور په نامه له غربيانو څخه بلا پيسې اخيستې وې.
نيويارك ټايمز ليكلي، چې امريكايي چاراكو هم تصديق كړې، چې دوى شك لري، چې دغه تن اصلي ملا منصور دى او كه نه او ايا له وسله والو طالبانو سره كومه اړيكه هم لري او كه نه؟
ناټو او افغان چارواكي وايي، چې له دغه شخص سره يې درې ځله ليده كاته كړي او دا له پاكستانه راغلى و، په كوم ځاى كې، چې د طالبانو ډېرى مشران اوسېږي.
دغه جعلي ملا منصور د ناټو ځواكونو په الوتكه كې كابل ته راوړل شوى و او له جمهور رئيس كرزي سره يې هم ليده كاته كړي وو.
د طالبانو ډېرى مشران د افغانستان له غره ييزو او كليوالي سيمو سره تړاو لري، چې افغان، ناټو او امريكايي چارواكي يې نه پېژني.
نيويارك ټايمز د امريكايي چارواكو له خولې ليكلي، چې دوى له پيله شكمن وو، چې ايا دا سړى هماغه ملا اختر محمد منصور دى، چې له ملا عمره وروسته په طالبانو كې دويم تن بلل كېږي كه نه؟
په كندهار ښار كې له درېيمې ليدنې وروسته پرې د دوى شك زيات شوى و.
يوه بل تن، چې هويت يې څرګند نه دى او له ملامنصور سره يې څو كاله وړاندې ليده كاته شوي و، هغه هم د دې سړى په ليدو وويل، چې د دې شخص څېره ملا منصور ته ورته نه ده.
افغان چارواكي اوس هم تمه لري، چې دا سړى به بيا د سولې د خبرو اترو غځولو لپاره راشي، خو ناټو او امريكايي چارواكي باوري شوي، چې دا سړى ملا منصور نه دى.
اخبار ليكي، چې تر اوسه دا ثابته نه ده، چې امريكايي چارواكي څنګه د دې سړي په اړه وروستۍ پايلې ته ورسېدل، ايا دوى د دې سړي د ګوتو نښان ترلاسه كړى او كه له بلې لارې.
امريكايي او افغان چارواكي تر تېرې مياشتې د سولې د خبرو اترو لپاره هيله من وو او د امريكايي ځواكونو مشر جنرال پيټريوس هم ويلي وو، چې له خبرو اترو داسې بريښي، چې د طالبانو عام غړي د امريكايي ځواكونو د عملياتو له كبله تر فيشار لاندې راغلي او اوس غواړي، چې جنګ د خبرو اترو له لارې پاى ته ورسوي.
اخبار دعوه كړې، چې د سپينې ماڼۍ څخه د افغانستان د سولې خبرو اترو په اړه يو مضمون ور رسېدلى و، چې په كې يې د ملا مصنور او دوه نورو كسانو د نوم د نه ښكاره كولو غوښتنه شوې وه.
دوى وېره څرګنده كړې وه، چې كه نومونه يې ښكاره شي، ښايي د دوى ژوند ته خطر پېښ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


