د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. د يادو شويو ځواکونو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېري
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د يادو شويو ځواکونو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېري يې د افغانستان په سوېل کې د ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.
د ډېرنور کله په شان د دې وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.
په سوېل کې ډېرى امريکايي، بريتانوي او کاناډايي سرتېري مېشت دي .
په همدې حال كې طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې د هلمند په سنګين کې يې ګڼ شمېر بهرني سرتېري وژلي دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ۶۷۰ تنو ته ورسېده.
په دې سرتېرو کې يې ٤٥٤ امريکايي، ١٠٣ بريتانوي او پاتې يې د ايساف اړونده د نورو هېوادونو دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

