د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې یو ماشوم ژوبل شوى.
د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې یو ماشوم ژوبل شوى.
په دې پېښه کې که څه هم دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو یو بل ته د مرګ، ژوبلي دعوه کړې، خو د دوى تر منځ په نښته كې د سیمې یو تن ماشوم هم ژوبل شوی .
نښته هغه مهال رامنځ ته شوه کله، چې دولتي ځواکونوغوښتل د سروضې د کلي او ولسوالۍ ترمنځ په لاره کې ځای پرځای شوی ماین کشف کړي، چې ورسته دو تنو هغو طالبانو،چې دا ماین یې کنترولاوه پر پولیسو برید وکړ، چې د پولیسو او طالبانو تر منځ د دې نښته په پایله کې د سیمي د یوه تن بزګر نیاز محمد ۱۴کلن زوی هم ژوبل شو.
د پکتیکا د والي ویاند برید تاید کړی او په دې اړه یې کلید ته وویل، چې نښته کې یو طالب ژوبل شوی .
د نوموړي په وینا، ماشوم هم د وسله والوطالبانو په ډزوکې ژوبل شوی دی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یاده سیمه کې د خپل ملګري ټپي کېدل نه مني او دعوه کوي، چې په برید کې یې ۳ تنو پولیسو ته مرګ، ژوبله اړولې ده.
مجاهد دا هم وایي، چې ماشوم د دولتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوی دی، خو سیمه يیز چارواکي د طالبانو دغه دعوه په کلکه ردوي .
د سروضې د روغتون یوه کاركوونكي په دې اړه کلید راډیو ته وویل، چې ټپي شوی ماشوم د دوى روغتون ته راوړل شوی دی، چې له لومړنۍ مرستې ورسته یې د ښې درملني لپاره د ښرنې مرکزي روغتون ته استولی دی.
نوموړي د ماشوم روغتیایې حالت د ډاډ وړ وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سروضې ولسوالۍ او کلي ترمنځ په دولتي او ناټو ځواکونو د ماین چاودنې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

