په ننګرهار کې سلګونه تنو د بهرنيو ځواکونو د تېرې شپې د هغو خپلسرو عملياتو پرضد لاريون وکړ، چې پکې د بهسودو ولسوالۍ له مقام خان سيمې يوولس تنه دغو ځواکونو له ځانه سره بيولي.
په ننګرهار کې سلګونه تنو د بهرنيو ځواکونو د تېرې شپې د هغو خپلسرو عملياتو پرضد لاريون وکړ، چې پکې د بهسودو ولسوالۍ له مقام خان سيمې يوولس تنه دغو ځواکونو له ځانه سره بيولي.
لاريون کوونکو ويل، چې دغو ځواکونو د تېرې شپې نهه بجې شاوخوا د يوه ديني عالم قاري شکرالله پرکور عمليات کړي او نوموړى يې د خپلې کورنۍ له شپږو غړو او پينځو خپلوانو مېلمنو سره ناڅرګندځاى ته بيولى.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ نوي وياند سرڅارمن حضرت محمد زمري د لاريون کوونکو د خبرو پخلى وکړ او ويې ويل داسې خپلسري عمليات، چې ولسي خلک، افغان دولت او ټول افغانستان يې خلاف دى، ناوړه پايلې لري.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې تربيا، بيا هڅو وروسته هم د دې عملياتو په اړه له خبرو ډډه وکړه.
د يو شمېر ولسي سرچينو په خبره نيول شوى قاري شکرالله، چې اصلي استوګنځاى يې د ننګرهار چپرهار ولسوالي ده او اوس د بهسودو مقام خان کې اوسي، په نجم المدارس ديني مرکز کې ښوونکى دى.
د بهرنيو ځواکونو لخوا د ژمنو خلاف يې د نور هېواد په شان په ننګرهار کې هم د شپې پرمهال خپلسري عمليات کومه نوې خبره نه ده، څو شپې وړاندې دې ځواکونو په خوګياڼو ولسوالۍ کې له بګرام زندانه يو خوشې شوى بندي، چې اوس دولت ته نېږدې وفاداره کس بلل کېده،د يو لړ عملياتو پرمهال ونيو، چې د تازه نيول شويو كسانو په شان يې برخليک نه دى معلوم.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


