ads

د جمهور رئيس كرزي او انګيلا مېركل ترمنځ لفظي شخړه

يوشمېر رسنۍ د باوري سرچينو له خولې وايي، چې په ليزبون کې د ناټو د غونډې پرمهال هغه وخت، چې جمهور رئيس کرزي وويل په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه ولسي وګړي وژني، يوشمېر رسنۍ د باوري سرچينو له خولې وايي، چې په ليزبون کې د ناټو د غونډې پرمهال هغه وخت، چې جمهور رئيس کرزي […]

نویسنده: TKG
2 لیندۍ 1389

يوشمېر رسنۍ د باوري سرچينو له خولې وايي، چې په ليزبون کې د ناټو د غونډې پرمهال هغه وخت، چې جمهور رئيس کرزي وويل په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه ولسي وګړي وژني،

يوشمېر رسنۍ د باوري سرچينو له خولې وايي، چې په ليزبون کې د ناټو د غونډې پرمهال هغه وخت، چې جمهور رئيس کرزي وويل په افغانستان کې ايتلافي ځواکونه ولسي وګړي وژني، د ده او د جرمنۍ د لومړۍ وزيرې انګيلاميرکل ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

د سرچينې په وينا، د کرزي تردې خبرې  وروسته د جرمني لومړۍ وزيرې د عامو افغانانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل د ناټو غړي حکومتونه هم ملتونه لري او د افغانستان له جمهور رئيسه غواړي، چې نور همکار واوسي څو د ناټو عمليات بريالي شي.

سرچينې دا هم  وويل، چې د افغانستان پلاوى په تېره بيا جمهور رئيس کرزى له دې سره سره، چې ناټو ځواکونو له افغانستانه د وتلو مهالوېش اعلاناوه، خوشاله ښکارېده.

بلخوا جمهور رئيس کرزي د وزيرانو شورا په پرونۍ غونډه کې افغان ځواکونو ته د ناټو لخوا تر دوه  زره څوارلسم کاله د هېواد د مسؤليت سپارنې پريکړه د ملي اقتدار لپاره يو مهم ګام بللى.

دغه راز يې له دې امله ټولو افغانانو ته مبارکي ويلې او د ملي امنيت سلا کار او بهرنيو چارو وزير ته يې دنده ورکړې، چې ناټو سره په دې اړه شوې هوکړه په ساده ژبه چمتو او د رسنيو له لارې ترخلکو ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA