د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د دې ولایت د چهاربران په سیمه کې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د ۶ تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د نیول کېدو خبر ورکړی.
د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د دې ولایت د چهاربران په سیمه کې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د ۶ تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د نیول کېدو خبر ورکړی.
د پکتیکا ولایت ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لېوا د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا سرتېرو له ايتلافي ځواكونو سره په همغږى د چهاربران په سیمه کې عملیات ترسره کړي .
د دويمې لېوا سرپرست جګړن خلیل سالنګي په دې اړه کلید ته وویل، چې په دې عملیاتو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوندي نیول شوي دي، چې دا مهال د ایتلافي ځواکونو په ولکه کې دي.
د سالنګي په خبره، دعملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د پکتیکا والي ویاند مخلص افغان د خیر کوټ ولسوالۍ د پاینده خېلو په سیمه کې د یوه ماین د چاودنې له امله د ۶ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
افغان وایي، چې ماین په لویه لاره د ځایې خلکو د یوه کور مخې ته د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، چې په نتېجه کې يې ۶ تنه، چې ۴ یې ماشومان دي ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


