ads

جمهور رئيس كرزي د لېزبن غونډه لويه لاسته راوړنه وبلله

جمهور رئيس  كرزي نن د يوې خبري غوڼدې په ترڅ كې د ناټو د روستۍ غونډې په اړه، چې د پرتگال په پايتخت لېزبن كې د نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شوې وه معلومات وركړل. جمهور رئيس  كرزي نن د يوې خبري غوڼدې په ترڅ كې د ناټو د روستۍ غونډې په اړه، چې […]

نویسنده: TKG
2 لیندۍ 1389

جمهور رئيس  كرزي نن د يوې خبري غوڼدې په ترڅ كې د ناټو د روستۍ غونډې په اړه، چې د پرتگال په پايتخت لېزبن كې د نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شوې وه معلومات وركړل.

جمهور رئيس  كرزي نن د يوې خبري غوڼدې په ترڅ كې د ناټو د روستۍ غونډې په اړه، چې د پرتگال په پايتخت لېزبن كې د نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شوې وه معلومات وركړل.

جمهور رئيس كرزي وويل، چې د ناټو په غونډه كې پريكړه وشو، چې له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته به د افغانستان د امنيتي چارو مسؤليت افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

نوموړي د ملي اردو له تجهيز څخه هم خپله نا خوښي وښوده او زياته يي كړه، چې كه چيرته لوديزوال افغان ملي اردو تجهيز نه كړي دوى به ورته  له نورو هېوادنو څخه وسله ترلاسه كړي.

کرزي همداراز وويل، چې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه په خپلو عملياتو کې عموماُ د شپې په عملياتو کې عام او بې ګناه افغانان وژني او د دوى دا کار افغانان پاروي.

د يادونې وړ ده، چې د لېزبن غونډه په پرتگال كې د ناټو د غړو هېوادونو لخوا جوړه شوې وه .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA