نن سهار شاوخوا اوه بجې د کندوز ښار د خاکنې په سیمه کې د يوې چاودنې له کبله د ایساف درې تنه سرتیرې ټپیان شول. په كندوز كې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن بخارادی
نن سهار شاوخوا اوه بجې د کندوز ښار د خاکنې په سیمه کې د يوې چاودنې له کبله د ایساف درې تنه سرتیرې ټپیان شول.
په كندوز كې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن بخارادی کلید سره په خبرو کې ومنله، چې نن سهار یې د خاکنې په سیمه کې د یوه عراده ټانګ د ویجاړېدو له امله درې تنه سرتیرې ټپیان شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزيات ورنه كړل او نه يې هم د ټپي شويو سرتېرو هويت په ډاګه كړ.
بله خوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټیلفون له لارې وويل، چې نن سهار اوه بجې یی د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې د ایساف ځواكونو ۳ سرتیرې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
نوموړي په چاودنې كې د یوه عراده ټانګ د ویچاړېدو خبره هم وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې په شمال كې هم د وسله والو طالبانو فعاليتونه ډېر شوي او وخت ناوخت ترې د داسې پېښو خبرونه راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


