ځايې چارواكي وايي، چې نن له غرمې وړاندې د پكتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ كې د سړك د غاړې بمې چاودنې څلور تنه ملكي وګړي وژلي او دوه نور ټپيان دي.
ځايې چارواكي وايي، چې نن له غرمې وړاندې د پكتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ كې د سړك د غاړې بمې چاودنې څلور تنه ملكي وګړي وژلي او دوه نور ټپيان دي.
د زرمت ولسوال ګلاب شاه د پېښې د پخلي تر څنګ زياتوي، چې دغه كسان په يوه تراكتور كې سپاره وو، چې د سړك د غاړې بمي چاودنه پرې وشوه او له امله يې څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
ګلاب شاه د پېښې ځاى د دې ولسوالۍ د مموزيو سيمه ښيي او زياتوي، چې ټپيان يې د ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي او روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دى.
په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي د فتر هم د پېښې پخلى كوي.
تر دې دمه لا د دې پېښې مسؤليت كومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
زرمت، چې د پكتيا له مركز ګردېز څخه په ۳۰ كيلو متره واټن كې پرته ولسوالۍ ده، امنيت يې د پكتيا د نورو ولسواليو په پرتله ترېنګلى دى او وخت ناوخت پكې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو په عملياتو او نښتو كې ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
تر دې وړاندې هم په ياده ولسوالۍ كې د سړك د غاړې د بمي چاودنو له امله ملكي وګړو ته څو، څو ځله مرګ ژوبله اوښتې او دا ورستۍ پېښه يې هم هغه وه، چې قربانيان يې يوازې ملكي وګړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

