ځايي چارواكو په هلمند ولايت کې د لسګونه سپکو او در نو وسلو د نيولو خبر ورکړ. د دغه ولايت امنيتي مسؤلين وايي، چې دغه وسلې يې له ځينو امنيتي کمپنيو او ناقانونه
ځايي چارواكو په هلمند ولايت کې د لسګونه سپکو او در نو وسلو د نيولو خبر ورکړ.
د دغه ولايت امنيتي مسؤلين وايي، چې دغه وسلې يې له ځينو امنيتي کمپنيو او ناقانونه وسله والو څخه د يو لړ عملياتو په ترڅكې ترلاسه کړي دي، چې زياته برخه يې د امنيتي کمپنيو څخه راټولې شوې وې.
د دغو وسلو په اړه د هلمند د والي مر ستيال عبدالستار ميرزکوال خبري رسنيو ته وويل، چې په ډېره لوړه کچه وسلې د هلمند ولايت پوليسو د بېلابېلو عملياتو پرمهال او له ځينو امنيتي کمپنيو څه تر لاسه کړي دي.
ميرزکوال زياته كړه، چې دغه ټولې وسلې ١٥١ميله کېږي، چې په کې ١١٨ميله کلاشينکوفونه، ١٦ميله سقيله او نورې ډول ډول وسلې دي، چې نن د ډاياك پروسې ته رسماً وسپارل شوې.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حکيم انګار هم د وسلو د سپارلو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د هلمند ولايت پوليس د ۸۵ څخه تر ٩٠ سلنه مسلکې شوي او د زده کړو لمړۍ دوره يې بشپړه کړې ده.
هغه وويل، د جمهور رئيس كرزي د فرمان سره سم يې له هغو دريو امنيتي کمپنيو څخه وسلې واخېستلې، چې په هلمند کې يې فعاليت کاوه.
انګار وايي، دغه وسلې يې په تېرو پنځه لس ورځو کې له امنيت کمپنيو او د يو شمېر تصفيه وي عملياتو پرمهال له ناقانونه وسله والو راټولې كړې وې.
د يادولو وړ ده، چې له دغه دريو امنيتي کمپنيو څخه په دريو پړاوونو کې وسلې تر لاسه شوې، چې شمېر يې تر ۳۰۰ اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


