ads

كونړ كې پر بهرنيو ځواكونو د وسله والو طالبانو بريد

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار وسله والو طالبانو بريد کړى، چې د دوى په دعوه څو سرتېري پکې وژل شوي او د چارواکو په وينا، کوم تلفات نه لري. د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار وسله والو طالبانو بريد کړى، چې د […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1389

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار وسله والو طالبانو بريد کړى، چې د دوى په دعوه څو سرتېري پکې وژل شوي او د چارواکو په وينا، کوم تلفات نه لري.

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار وسله والو طالبانو بريد کړى، چې د دوى په دعوه څو سرتېري پکې وژل شوي او د چارواکو په وينا، کوم تلفات نه لري.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بريد يې سهار شپږ بجې د دې ولسوالۍ په ميهاپر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر پلي کتار  په مخامخ ډول کړى او څلور سرتېري يې پکې وژلي.

مجاهد دغه راز د کونړ د مرکز اسعداباد اړوند يوه سيمه کې د تېرې شپې پرمهال  هم پر يوه بهرني کتار د مخامخ بريد او پکې په ناڅرګنده کچه د تلفاتو دعوه لري.

د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي په اسمار کې د کوم زيان له پخلي پرته د اسمار پېښه مني، خو د دويمه دعوه ناسمه ګڼي.

په ختيځ کې دايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې هم يوازې د اسمار د پېښې پخلى وکړ او هغې کې يې هم د کوم زيان اوښتل رد کړل.

له کونړه هره ورځ د وسله والو طالبانو لخوا د ورته پېښو دعوې کېږي، چې ډېرکله رسنۍ پرې د چارواکو د نه غږېدو له امله په خبر جوړولو کې پاتې راځي.

دا ولايت د غره ييز والي او نورو طبيعي ځانګړنو له امله  په ختيځ کې پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو او پکې د مرګ، ژوبلې تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA