ads

كندهار كې بمي چاودنې ۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړي دي. دغه چاودنه تېر ماښام شپږ نيمي بجې د كندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د بابړانو د سوزنيانو په کلي کې د ملکي   د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1389

د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړي دي. دغه چاودنه تېر ماښام شپږ نيمي بجې د كندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د بابړانو د سوزنيانو په کلي کې د ملکي

 

د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړي دي.

دغه چاودنه تېر ماښام شپږ نيمي بجې د كندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د بابړانو د سوزنيانو په کلي کې د ملکي خلکو پر سراچه ډوله موټر شوې ده.

د شاولي کوټ ولسوال حاجي عبيدالله كليد ته وويل، چې چاودنه د سړک د غاړې ماين په واسطه شوې، چې په ترڅ کي يې  څلور تنه ملکي وګړي، چې دوه ښځې او يو ماشوم هم پکې شامل دي وژل شوي او دوه تنه نور، چې يو يې ماشوم دى ژوبل شوي دي.

هغه زياته كړه، چې ياد كسان د ارزګان ولايت څخه كندهار ته پر لار وو، چې ياده چاودنه پرې وشوه.

د دې پېښي مسؤليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د پنجوايي ولسوالۍ د تلوكان سيمې اړوند په ښورې كلي كې د ملكي وګړو پر موټر د چاودنې له امله دوه تنه ملګي وګړي وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA