ads

د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره چاودنې ۲ ولسي وګړي ټپيان كړل

د ننګرهار چارواکي د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره  تربريد وړاندې د خپلو ناچاوده توکيو چاودنه کې د يوه ځانمرګي بريدګر د وژل کېدو او په همدې چاودنه کې د دوو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار چارواکي د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره  تربريد وړاندې د خپلو […]

نویسنده: TKG
1 لیندۍ 1389

د ننګرهار چارواکي د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره  تربريد وړاندې د خپلو ناچاوده توکيو چاودنه کې د يوه ځانمرګي بريدګر د وژل کېدو او په همدې چاودنه کې د دوو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار چارواکي د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره  تربريد وړاندې د خپلو ناچاوده توکيو چاودنه کې د يوه ځانمرګي بريدګر د وژل کېدو او په همدې چاودنه کې د دوو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوال حاجي زلمى وايي، پېښه غرمه يوولس بجې شاوخوا د دې ولسوالۍ اړوند د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د اته وېشتمې ويالې په سيمه کې رامنځته شوه.

د ده په وينا، ځانمرګي بريدګر په يوه زرنج موټرسايکل کې چاوديدونکي توکي ځاى، پرځاى کړي وو او غوښتل يې، چې پر مټ يې چېرته بريد وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې يې توکي وچاودېدل او د ده پروژلو سربېره يې دوه نارينه ولسي وګړي، چې په يوه موټرکې سپاره وو، ټپيان کړل.

ولسوال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د تورخم – جلال اباد پرلاره د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ ډېرې دولتي موټرې هم تګ، راتګ کوي، چې ښايي د دغه ناکامه بريد موخه هم پر دولت پلوو موټرو بريد وي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سر څارمن حضرت محمد زمري هم د ولسوال د خبرو پخلى وکړ.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې ډېر کله په ننګرهار کې د ناامنيو مسؤليت پرغاړه اخلي، تربيا،بيا هڅو وروسته يې هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

ننګرهار، چې امنيتي وضعيت يې په تېرو څو ورځو کې راښه شوى و، اوس پکې بيا د څو امنيتي پېښو خبرونو د دې ولايت خلک اندېښمن کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA