د پرتګال په ليزبون كې افغان جمهور رئيس حامدكرزي او د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د شنبې په ورځ داسې تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې راتلونكى
د پرتګال په ليزبون كې افغان جمهور رئيس حامدكرزي او د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د شنبې په ورځ داسې تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې راتلونكى كال له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو وتل پيليږي او د ۲۰۱۴ كال ترپايه پورې به د افغانستان د ټولو سيمو امنيت افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.
دغه راز ناټو ژمنه وكړه، چې له وسله والو مخالفينوسره په جنګ كې به افغان دولت يواځې نه پريږدي.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن له تړون وروسته خبري غونډې ته وويل، چې د ۲۰۱۴ كال وروسته، چې افغان امنيتي ځواكونه امنيتي مسؤليت پر خپله غاړه اخلي، نو دوى به افغانستان ته شانه كړي او خپلو اوږد مهاله مرستو ته به دوام وركړي.
نوموړي زياته كړه، چې له افغانانو سره به ملګري وي او هيچاته به دا اجازه ورنكړي، چې يو وار بيا دا هېواد په ګډوډيوكې راګېر كړي.
افغان جمهور رئيس كرزي هم په ياده غونډه كې ويلي و، چې په دې لاسليك شوي تړون كې هغه ټول موارد شامل دي، چې دوى يې غوښتنه لرله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون هم د تړون د لاسليك په اړه ويلي، چې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره دا هدف په پام کې نيول شوى، چې د ۲۰۱۴ تر پايه پورى په ټول هيواد کې امنيتي چارې په غاړه واخلي.
د حكومت د رسنيو او اطلاعاتو د مركز رئيس ډاكتر حكيم عاشر د ليزبون غونډه د افغانستان لپاره خورا مهمه بولي او په وينايې، چې د ښې حكومتدارۍ، د اداري فساد او ترهګرۍ سره د مبارزې او بالاخره له افغان دولت سر په هره برخه كې د اوږدې مودې ژمنې وشوې.
د عاشر په وينا، همداراز ناټو به د امنيتي چارو د واګې سپارلو لپاره افغان امنيتي ځواكونه وروزي، هوايي ځواك به په پښو ودروي او په پرمختللو وسلو به يې سمبال كړي.
د نظامي چارو كارپوه جنرال عبدالواحدطاقت وايي، كه امريكا غوښتلى، نو په تېرو شاوخوا نهوكلونوكې به يې افغان ملي ځواكونه روزلي واى.
نوموړي ناټو او مريكا دواړه په دې تورن كړل، چې ګواكې په دې برخه كې ښه نيت نه لري.
د طاقت په وينا، امريكا د وتلو خبره يواځې تبليغاتي جنبه لري او دوى پلان لري، چې په سيمه كې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او په دې خاطر په افغانستان كې لويې نظامي اډې ولري.
د سياسي چارو كارپوه او د افغان څېړنيز مركز مشرغلام جيلاني ځواك وايي، د امريكايي ځواكونو د وتلو د مهالويش اعلانول لا د مخه د وسله والو مخالفينو روحيه پياوړې كړې ده او داسې فكر كوي، چې ګواكې امريكا په دې جګړه كې پاتې راغلې او د امريكايي ځواكونو د وتلو په اړه د امريكا د ديموكراټانو او جمهوري غوښتونكو ترمنځ اختلاف لا وړاندې شتون درلود.
د ځواك په وينا، د افغان ځواكونو د روزلو په اړه، چې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بشپړ امنيت پرخپله غاړه اخلي امريكا ښه نيت او نيكه اراده نه لري او كه امريكا په واقيعت سره د افغان ځواكونو د روزلو په اړه كوټلي ګامونه پورته كړي واى، نو د دې امكان و.
د حكومت د رسنيو او اطلاعاتو د مركز رئيس ډاكتر حكيم عاشر همدارز وايي، چې وسله وال مخالفين دې د دې په تمه نه وي، چې د نړيوالو ځواكونو د وتلو وروسته به خپلو بريدونو ته دوام وركړي، نو افغان دولت به د هغوى پر وړاندې مبارزه ونه كړي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په وينا، د امنيتي چارو پرغاړه اخېستل د دوى طرح وه، چې ليزبون غونډې ته وړاندې شوې وه او ۲۰۱۴ كال د دوى لپاره يو مناسب وخت دى او كولى شي، چې خپل ځمكنى او هوايي ځواك وروزي او شمېره يې له دوه نيمو سوو زرو پورې ورسوي، خو په دې شرط، چې د ناټو مرستې له دوى سره دوام ولري او د هغوى د مرستو پرته نه شي كولاى، چې دوى يوه قوي او په ځان بسيا اردو او امنيتي ځواك ولري.
د عظيمي په وينا، د افغان ځواكونو روزنې ته په تېرو څلورو كلونوكې بهرنيو ځواكونو پاملرنه كړې ده او له هغې وړاندې يې تش په نامه اردو روزلې ده.
د ايساف وياندجنرال جوزيف بلاتز او د ناټو ملكي وياندډامينيك ميډلي، په ۲۰۱۴ كال كې افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي چارو پر سپارلو ټينګار كوي او وايې، چې ياده نېټه مناسبه او پر وخت ده او دوى به د افغان ځواكونو روزلو ته له نوموړې نېټې وروسته هم مرستې وكړي او په تجهيز او روزنه كې به يې له افغان امنيتي ځواكونو سره مرستو ته دوام وركړي.
ياده دې وي، چې بارك اوباما د امريكا د جمهوري رياست په تېرو ټاكنو كې په خپل مبارزاتي كمپاين كې خپل ولس ته ډاډ وركړى و، چې د ۲۰۱۱ كال د جولاى په مياشت كې به د ځواكونو د وتلو لړۍ پيل كړي او افغان امنيتي ځواكونو ته به د امنيت چارې وسپاري او اوس يې بيا په ليزبون كې په خپلې كړې ژمنې ټينګار وكړ.
د امريكا دفاع وزير رابرت ګېټس په چيلي كې خبري غونډې ته ويلي، چې د ده اټکل دا دى، چې د نړيوالو ځواکونو يوه برخه به، په افغانستان کې پاتې شي، چې د افغانانو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي، خو په وينايې چې له ۲۰۱۴ وروسته به د پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر ډېر کم وي او د هغوي هدف به روزنه او مشورې ورکول وي ، هماغه شان رول به ادا كوي، لكه څنګه يې، چې امريکايي ځواكونه دا مهال په عراق كې لري.
بل پلو ته د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډكامرون وويل، چې د دوى ځواكونه به د ۲۰۱۵ تر پاي ته رسېدو مخکې له افغانستانه ووځي او خپله دا اراده يې كلکه ژمنه وبلله.
له بلې خوا افغان دولت له وسله والو مخالفينوسره د سولې او پخلاينې په هدف په مستقيم او غير مستقيم ډول هڅې پيل كړي دي، خو وسله والو مخالفينو بيا د امريكايي او ناټو ځواكونو په شتون كې له هرراز خبرو ډډه كړې.
همدارز د دولت بلې وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي هم د امريكايي او ناټو ځواكونو په اړه ويلي دي، چې دوى به هغه وخت د سولې پروسې سره يوځاى شي، چې د نړيوالو ځواكونو د وتلو نېټه معلومه او نظامي شتون يې محدود شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


