د ننګرهار په خوګياڼو او چپرهار ولسواليو کې تېره شپه پر ايتلافي ځواکونو دوه چاودنې شوي، چې يو بهرنى ټانګ پکې ويجاړشوى او د چارواکو په وينا، ځاني زيان نه لري.
د ننګرهار په خوګياڼو او چپرهار ولسواليو کې تېره شپه پر ايتلافي ځواکونو دوه چاودنې شوي، چې يو بهرنى ټانګ پکې ويجاړشوى او د چارواکو په وينا، ځاني زيان نه لري.
پېښې دواړه د شپې تراوو بجو وروسته شوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته وويل، چې د خوګياڼو په مېملې سيمه کې يې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنه کې درې سرتېري وژلي.
د سيمې ولسوال ملک حسن له پېښې ناخبري ښيي، خو په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره مني، چې پرځواکونو يې چاودنه شوې او يو ټانګ يې له منځه وړل شوى.
دا اداره بيا خپلو سرتېرو ته د مرګ،ژوبلې پخلى نه کوي.
بلخوا د ننګرهارد بلې نارامې ولسوالۍ چپرهار په يوه ناامنه سيمه ترېلي کې هم د بهرنيو ځواکونو پر يوه ټانګ تېره شپه چاودنه شوې، چې د طالب وياند په دعوه څلور بهرني سرتېري پکې وژل شوي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره د پېښې په پخلي سره ځاني او مالي زيان دواړه نه مني.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق هم د پېښې تاييد او د زيان اوښتل ردوي، خو وايي دې سيمه کې هره شپه پر بهرنيو سرتېرو يوه ورته چاودنه کېږي.
د خوګياڼو او چپرهار ولسوالۍ په ننګرهار کې له ګوتو په شمارو ناامنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې وخت، نا وخت ترې د ورته چاودنو او نورو پېښو رپوټونه راځي.
د دې دواړو ولسواليو په ځينو سيمو کې ولسي خلک د دولت د وسله والو مخالفينو د شتون خبره کوي، خو چارواکي يې پخلى نه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


