د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې د سړك پر غاړه اېښودل شوي څلور حلقې ماينونه كشف او له منځه يوړل شول. د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي كليد ته وويل، چې څلورې حلقې ماينونه يې،
د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې د سړك پر غاړه اېښودل شوي څلور حلقې ماينونه كشف او له منځه يوړل شول.
د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي كليد ته وويل، چې څلورې حلقې ماينونه يې، چې د وسله والو طالبانو لخوا د خاشرود ولسوالۍ په كوتلك او شهر خاش كليو پر لاره ځاى پر ځاى شوي وو، كشف او له منځه يوړل.
د سرچينې په وينا، دغه ماينونه د نظامي موټرو د لمنځه وړولو په موخه اېښودل شوي وو او د ډېر تخريب وړتيا يې لرله.
تر دې دمه څو ځله د خاشرود او نيمروز ترمنځ سړك پر غاړې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو له كبله ملكي او نظامي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
كه څه هم وسله وال طالبان په دې كار تورن شوي، خو دې ډلې لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


