ads

په روان كال كې ۹۹ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي په سږني کال کې د بېلا،بېلو پېښو پرمهال د ۲۷ پوليسو د وژل کېدو او ۷۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر عباد الله تلوار د پوليسو يوې غونډې   د ننګرهار امنيتي چارواکي په سږني کال کې د بېلا،بېلو پېښو پرمهال د […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1389

د ننګرهار امنيتي چارواکي په سږني کال کې د بېلا،بېلو پېښو پرمهال د ۲۷ پوليسو د وژل کېدو او ۷۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر عباد الله تلوار د پوليسو يوې غونډې

 

د ننګرهار امنيتي چارواکي په سږني کال کې د بېلا،بېلو پېښو پرمهال د ۲۷ پوليسو د وژل کېدو او ۷۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امنيت آمرعباد الله تلوار د پوليسو يوې غونډې ته د وينا پرمهال دا خبره وکړه، خو په دې اړه يې نور جزيات وړاندې نه کړل.

تلوار دغه راز وويل، چې پوليسو يې د همدې کال په اوږدو کې لسګونه تنه په ننګرهار کې د دولت وسله وال مخالفين، مجرمين، د نېشه يي توکيو قاچاقګر او د دولتي ځمکو غاصبين نيولي، چې په وينا يې، اوس په ننګرهار زندان کې بنديان دي.

د ننګرهار دې امنيتي سرچينې که څه هم دغو پوليسو ته د اوښتو زيانونو کره وخت او سيمه ونه ښوده، خو ګومان کېږي، چې ډېرى دا زيانونه به څو مياشتې وړاندې، چې په ننګرهار کې ناامنيو زور اخېستى و، رامنځته شوي وي.

په هغو ناامنيو کې ډېرى يې د يو شمېر ولسواليو او پوليسو پرمرکزونو مخامخ بريدونه او د پوليسو پرموټرو د سړک غاړې ماين چاودنې وې، چې اکثره مهال يې مس،ليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخېست.

په دنده کې د وژل شويو پوليسو کورنيو او ټپي شويو سره له تېر کوچني اختره مخکې په ننګرهار کې د حکومت لخوا نقدي مرستې هم شوې وې، خو د تېر لوى اختر په مناسبت د داسې کومې مرستې خبر نه دى ورکړل شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA