ځايي پوليسو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د دوو جلا جلا عملياتو په ترڅ كې د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د كشف خبر وركړ. امنيتي چارواكي وايي، دغه زېرمې تېره ورځ د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد او ميرزايي كليو كې ترلاسه شوي دي.
ځايي پوليسو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د دوو جلا جلا عملياتو په ترڅ كې د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د كشف خبر وركړ.
امنيتي چارواكي وايي، دغه زېرمې تېره ورځ د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد او ميرزايي كليو كې ترلاسه شوي دي.
د ساحوي زون د قومندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي كليد ته وويل، چې له دغو دوو زېرمو څخه يوه يې د شينډنډ ولسوالۍ د ګارنيزون پوليسو لخوا په ميرزايي كلي كې كشف شوې وه، چې په كې ۱۰ كيلو چاودېدونكي توكي، د ټانګ ضد يو حلقه ماين، ۶ لاسي بمونه او لسګونه نورې ډول ډول مرمۍ شاملې دي.
نوموړي زياته كړې، چې دا مهمات په يوه كور كې ځاى پر ځاى شوي وو او د كور څښتن د پوليس له رسېدو وړاندې له سيمې څخه تښتېدلى و، چې په اړه يې پلټنې روان دي.
د يو بل خبر له مخې د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد كلي كې د مهماتو يوه زېرمه كشف كړې وه، چې په كې د توپ د مرميو ۳۷ دانې فيوزونه، د هاوان ۶ سرګلولې او او څو نورې ډول ډول مرمۍ شاملې دي.
په اړه يې وسله والو طالبانو ويلي، چې غوښتل يې د دې وسلو او مهماتو پر مت د شينډنډ ولسوالۍ په دولتي ودانيو بريدونه وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


