ads

له ناقانونه موترو څخه په ډېرى جرمونو كې كار اخستل كېږي

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې په پراخه کچه د ناقانونه موټرو د شتوالي په پخلي سره وايي، چې د نيولو او پرې د قانون پلي کولو  ته يې نورو ادارو سره ګډ پلان جوړکړى. د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې په پراخه کچه د ناقانونه موټرو د شتوالي په پخلي […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1389

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې په پراخه کچه د ناقانونه موټرو د شتوالي په پخلي سره وايي، چې د نيولو او پرې د قانون پلي کولو  ته يې نورو ادارو سره ګډ پلان جوړکړى.

د ننګرهار امنيې قومندان په دې ولايت کې په پراخه کچه د ناقانونه موټرو د شتوالي په پخلي سره وايي، چې د نيولو او پرې د قانون پلي کولو  ته يې نورو ادارو سره ګډ پلان جوړکړى.

مل پاسوال علي شاه پکتياوال دا خبره کليد ته د پوليس افسرانو يوه روزنيز سيمينار ته تر وينا وروسته په ځانګړې مرکه کې وکړه.

ده وويل، د تورو ښېښو لرونکو او بې لمبر پلېټو دې موټرو څخه د قاچاق، تښتونو، وژنو او نورو جرمونو لپاره کار اخېستل کېږي.

پکتياوال د تورو ښېښو لرونکو او بې لمبر پلېټو موټرو پر وړاندې دا خبردارى وروسته تردې ورکوي، چې تراوس پخوا د پوليسو ورته پلانونه د ولسي خلکو له لوري د سم نه پلي کېدو له امله ترنيوکو لاندې راغلي وو، خو نوى امنيه قومندان وايي، چې دا ځل به له کوم امتياز پرته دا پلان په پوره ډول پلى کړي.

علي شاه پکتياوال دغه راز په امنيې قومندانۍ کې د ننګرهار پوليس افسرانو ته د جوړشوي دوه ورځيني روزنيز سيمينار په اړه وويل، چې د پوليسو ليکو ته د خلکو بلل، د هغوى پر روزنې بحث او نورو امنيتي ادارو سره پر همغږۍ پکې خبرې کېږي.

قومندان له نورو جزياتو پرته دا هم وويل، چې د سيمينار برخوالو ته، چې د ښار د حوزو آمرين، د ولسواليو امنيې قومندانان او د امنيې قومندانۍ نور منسوبين دي، د نويو تجهيزاتو د کارونې لارې، چارې هم ښودل کېږي.

ننګرهار، چې ورته د نوي امنيې قومندان په راتګ سره اندېښمنه شوې وضعه کابو شوې ښکاري، پرون يې د پچېراګام پر ولسوال ناکامه ماين چاودنه له څو ورځو راهيسې د ناامنۍ يوازينۍ پېښه ګڼل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA