د كندهار په دامان ولسوالۍ د ايساف ځواكونو په هوايي بريد كې درې وسله وال مخالفين ووژل شول. د كندهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼې كې راغلي چې دغه كسان هغه مهال تېره شپه
د كندهار په دامان ولسوالۍ د ايساف ځواكونو په هوايي بريد كې درې وسله وال مخالفين ووژل شول.
د كندهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼې كې راغلي چې دغه كسان هغه مهال تېره شپه 12:00 بجې ووژل شول، چې غوښتل يې د خوش په سيمه کي د ملا عبدالله کلي ته پر پرتې لارې كې ماينونه ښخ كړي.
خبر پاڼې زياته كړې، چې د مخالفينو لخوا ځاى پرځاى شوي ماينونه د آيساف ځواکونو له لخوا له منځه وړل شوي او چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې وړمه ورځ هم د كندهار ښار د ديارلسمې حوزې په مرغانو سيمه کي تر يوه پله لاندې دوه فيره توغندي ځاى پرځاى شوي وو، چې د ملي پوليسو او آيساف ځواکونو لخوا تر توغولو وړاندې کشف او له منځه يوړل شول.
د دواړو پېښو په اړه لا وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


