ads

فراه كې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول

د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دغه نښته تېره ورځ د بكوا ولسوالۍ   د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1389

د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دغه نښته تېره ورځ د بكوا ولسوالۍ

 

د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې دغه نښته تېره ورځ د بكوا ولسوالۍ په جلګزي سيمه كې ورسته تر هغې رامنځته شوې وه، چې وسله والو طالبانو په دغه سيمه كې د ناټو ځواكونو پر اكمالاتي كاروان بريد وكړ.

د فراه ولايت امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې په دغه نښته كې، چې ۶ ساعته يې دوام درلود يو د ملي پوليسو سرتېرى او ۴ وسله وال طالبان ووژل شول.

نوموړي زياته كړه، په دغه نښته كې د ملا ادريس په نامه د وسله والو طالبانو يو مشهور قومندان هم وژل شوى دى.

بلخوا وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په نښته كې يې د ملي پوليسو سرتېرو ته سخت زيان اړولى دى.

د ځايي خلكو په وينا، په سيمه كې د ملي پوليسو كمښت د دې لامل شوٰى، چې په دې ولسوالۍ كې د ناامنيو پېښې ډېرې شي.

په تېرو ۱۰ ورځو كې په بكوا ولسوالۍ څو ځله د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښتې شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA