د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ كې د ملي اردو او پوليسو لخوا په تصفيوي عملياتو كې ۲ وسله وال طالبان مړه او درې نور يې ژوندي ونيول شول. په هغه مطبوعاتي خبر پاڼې كې،
د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ كې د ملي اردو او پوليسو لخوا په تصفيوي عملياتو كې ۲ وسله وال طالبان مړه او درې نور يې ژوندي ونيول شول.
په هغه مطبوعاتي خبر پاڼې كې، چې نن غرمه د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ څخه رسنيو ته استول شوې وه، په كې راغلي، چې عمليات تېره ورځ پيل شوي او اوس هم دوام لري.
د ځايي چارواكو په وينا، دغه عمليات د پښتون زرغون ولسوالۍ په كبګان كلي په دې خاطر پيل شوي، چې سيمه د دولت له وسله والو مخالفينو پاكه شي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د عملياتو په ترڅ كې افغان سرتېرو ۳ ميله كلاشينكوفونه، ۲ ميله ۴۰ ټكه او يو ميل راكټ ترلاسه كړي دي.
چارواكو زياته كړې، چې دغه عمليات به تر هغې دوام ولري، ترڅو دغه ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاكه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې تر دې دمه افغان سرتېرو ته كومه مرګ ژوبه نه ده اوښتې او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ويلي دي.
د يادونې وړ ده، چې نږدې ۲۰ ورځې د مخه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ كې د ملي پوليسو ۳ سرتيري وژلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


