ads

ختيځ كې د ترافيكي پېښې له كبله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره پرون د يوې  ترافيکي پېښې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. پېښه د لغمان اړوند د قرغيو ولسوالۍ په درونټې سيمه كې سهار لس بجې رامنځته شوه.       د کابل – جلال اباد پر لويه لاره پرون د يوې  […]

نویسنده: TKG
30 لړم 1389

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره پرون د يوې  ترافيکي پېښې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. پېښه د لغمان اړوند د قرغيو ولسوالۍ په درونټې سيمه كې سهار لس بجې رامنځته شوه.

 

 

 

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره پرون د يوې  ترافيکي پېښې له امله درې ولسي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

پېښه د لغمان اړوند د قرغيو ولسوالۍ په درونټې سيمه كې سهار لس بجې رامنځته شوه.

د لغمان د ترافيکو مدير سمونوال صمد وايي، پېښه هغه مهال شوې، چې د دوو کرولا موټرو په ګډون څلور موټرې سره جنګېدلي.

دى نور جزيات نه لري، خو وايي، وژل شوي او يو ټپي د يوې کورنۍ غړي دي.

د ترافيکو مدير د پړې غاړې د نيونې او قانون ته د سپارنې هم وايي.

دى دغه راز د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د داسې مرګونو پېښو لامل موټر چلوونکي ګڼي او وايي که ناپامي ونه کړي،دا پېښې به نه رامنځته کېږي.

يو شمېر ولسي خلک بيا پردې لاره د پوره ترافيکي اسانتياوو نشوالى د دې پېښو لامل ښيي او وايي، که ترافيک پوليس په اړينو سيمو کې ځاى، پرځاى شي نو ښايي دا مرګونې پېښې، چې د ژمي دې ورځو کې تر پخوا زياتې شوي، راکمې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA