د امریکا د متحده ایالاتود دفاع وزیررابرټ ګیټس پرون دا خبره رد کړه، چې ګواګې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي وروستیو ان
د امریکا د متحده ایالاتود دفاع وزیررابرټ ګیټس پرون دا خبره رد کړه، چې ګواګې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي وروستیو انتقادونو د کابل او واشنګټن ترمنځ نوې اختلافات رامنځ ته کړي دي.
کرزي څو ورځې وړاندې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکایي خاصو ځواکونو پرعملیاتو انتقاد وکړ اود دغو عملیاتو د پای ته رسیدو او هم یې په مجموع کې په ټول افغانستان کې د پوځي عملیاتو د کموالي غوښتنه وکړه.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس پرون له والسټریت ژورنال ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې دی جمهور رئيس کرزی درک کولای شی.
د ګیټس په وینا، کرزي د افغانستان د جمهوري رئيس په توګه، چې په هېواد کې یې درې لسیزې د جګړو اوربل دی ترفشار لاندې او وروستۍ څرګندونې یې له حالاتو نارضایتی ښیي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


