د ننګرهار امنيې قومندان د دې ولايت پرهوايي ډګر د وروستي ډله ييز ځانمرګي بريد د سمبالګر او همدا شان د هغه د دولسو نورو ملګرو د نيونې دعوه لري.
د ننګرهار امنيې قومندان د دې ولايت پرهوايي ډګر د وروستي ډله ييز ځانمرګي بريد د سمبالګر او همدا شان د هغه د دولسو نورو ملګرو د نيونې دعوه لري.
مل پاسوال علي شاه پکتياوال کليد ته وويل، چې دا نيونې يې پوليسو د جلال اباد ښار په بېلا، بېلو سيمو کې کړي.
هغه د نيول شويو په اړه ډېر جزيات ورنکړل، خو ويې ويل، دا تور هم ور پورې دى، چې په جلال اباد کې يې د تېل پر ټانکرو هم بريدونه کړي.
پکتياوال دغه راز د دې کسانو د نيونې کره وخت ونه ښود، خو ويې ويل، په جلا، جلا ډول يې نيولي او پکې کوم بهرنى وګړى شامل نه دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته په خبرو كې د پكتياوال ادعا رد کړه، چې ګواکې پر هوايي ډګر او تېل ټانکرو د بريدونو سمبالګر او ملګري يې نيول شوي.
نوى امنيې قومندان د ناامنيو په تور د دومره کسانو د نيونې خبره په داسې حال کې کوي، چې ننګرهار ته په راتګ سره يې نسبتا خرابه شوې امنيتي وضعه راکابو شوې او د اټکلونو خلاف ننګرهار مېشتو د اختر ورځې له کومې امنيتي پېښې پرته ونمانځلې.
ننګرهار هوايي ډګر، چې پرې د دويم ځلي پراخو بريدونو نن اونۍ پوره کېږي، شاوخوا لسو وسله والو پکې برخه درلوده.
د هغو بريدونو مسؤليت وسله والو طالبانو منلى و او پکې يې د امنيتي چارواکو د نظر خلاف د درنو دولت پلوو زيانونو دعوه کوله.
همدا شان د تېلو پر ټانکرو بريدونه هغه هم د مقناطيسي ماينونو پر مټ په ننګرهار کې د ورځينو پېښو په کتار کې راتلل.
دا پېښې هم له وروستيو ورځو راهيسې نه دي رامنځته شوي، چې ولسي خلک پرې خوشاله ښکاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


