د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون چارواكو ويلي، چې د اختر په ورځو كې په دغه ولايت كې د ترافيكي پېښو له كبله ۶۰ تنه ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي. د ياد روغتون اداري مدير او وياند محمد رفيق شېرزي كليد
د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون چارواكو ويلي، چې د اختر په ورځو كې په دغه ولايت كې د ترافيكي پېښو له كبله ۶۰ تنه ټپيان دوى ته ور وړل شوي دي.
د ياد روغتون اداري مدير او وياند محمد رفيق شېرزي كليد ته وويل، چې اوس هم په دې روغتون كې د ترافيكي پېښو يو شمېر ټپيان تر درملنې لاندې دي او د دولت هغه بوديجه، چې بايد پر نور ناروغيو لګول شوى واى، پر دوى لګول كېږي.
نوموړي زياته كړې، چې يوازې د اختر په ورځو كې په هرات ولايت كې ۶۱ ترافيكي پېښې شوي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
د شېرزي په وينا، د وى له ټولو ادارو سره د ترافيكي پېښو په مخنيوي او كمښت كې مرسته كوي او له نورو ادارو په دې برخه كې د مرستې غوښتنه كوي.
په همدې حال كې د افغانستان د روغتيا چارواكو ويلي، چې تر امنيتي پېښو وروسته ترافيكي پېښو زيات تلفات رامنځته كړي، چې هره ورځ په لويو لارو او ښارونو كې رامنځته كېږي.
د ترافيكي نښو نه شتون، په معيار نه برابر سړكونه، د ترافيكي قوانيونو نه مراعتول او د نقليه وسايطو ډېروالى هغه لاملونه دي، چې له كبله يې هره ورځ ترافيكي پېښې رامنځته كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


