د لغمان په مرکز کې دوو مرګونو پېښو څه باندې دېرشو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله، چې د چارواکو په وينا، اکثره يې ولسي وګړي دي. دا پېښې، چې د څرنګوالي په اړه يې بېلا، بېلې خبرې کېږي،
د لغمان په مرکز کې دوو مرګونو پېښو څه باندې دېرشو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله، چې د چارواکو په وينا، اکثره يې ولسي وګړي دي.
دا پېښې، چې د څرنګوالي په اړه يې بېلا، بېلې خبرې کېږي، نن سهار له نهو بجو وروسته د لغمان عامې روغتيا رياست او الېشنګ ولسوالۍ د موټرو تم ځاى ته نېږدې وشوې.
د لغمان امنيې قومندان عزيز غرني دواړه پېښې ځانمرګي بريدونه ګڼي او وايي پکې څلور ولسي وګړي وژل شوي او د شپږ وېشتو نورو ولسي وګړو ترڅنګ دوه پوليس په كې ټپيان دي.
غرنى د پوليسو ټپونه عادي ګڼي، خو وايي، په ولسي وګړو کې د اوو تنو، چې وضعيت يې ښه نه و، د ننګرهار عامې روغتياروغتون ته استول شوي.
د لغمان سرپرست او مرستيال والي مصطفى قلندرزي بيا کليد ته پېښې په بايسيکلونو کې د ځاى، پرځاى شويو ناچاوده توکيو پر مټ رامنځته شوي وګڼلې او ويې ويل، پکې درې ولسي وګړي وژل شوي او د اته وېشتو نورو ولسي وګړو په ګډون يو پوليس ټپي دى.
قلندرزي لومړۍ پېښه درنه وګڼله او ويې ويل پکې د درېيو تنو د وژل کېدو ترڅنګ پينځه وېشت تنه ټپيان شوي.
ده په دويمه پېښه کې، چې تر لومړنۍ لږ وروسته شوې، د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو پخلى وكړ.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د دواړو پېښو مسؤليت پرغاړه واخېست او ويې ويل، په دوو ماين چاودنو کې يې د پوليسو شپږ سرتېري او همدا شان د ملي امنيت پينځه کارکوونکي وژلي.
يو شمېر ولسي خلکو د ولسي تلفاتو له امله دواړه پېښې غندلي او غوښتنه يې کړې، چې د جګړې ښکېلې غاړې دې نور له دې زيان رامنځته کولو لاس واخلي.
لغمان، چې له څو مياشتو راهيسې ترې د ناامنيو خبرونو تر پخوا ډېر راځي، دا يې مرکز کې د افغان ملي امنيت پروژل شوي مرستيال ډاکټر عبدالله د تېر کال تر خونړي ځانمرګي بريده وروسته درنه پېښه ګڼل کېږي.
چارواکي که څه هم وايي، د پېښې پلټنې يې پيل کړي، خو تراوسه يې په دې تور د چا د نيونې څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


