ads

فراه كې يو طالب او دوه وسله وال غله ونيول شول

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې يې د دوو جلا جلا عملياتو په ترڅ كې يو طالب او دوه وسله وال غله نيولي دي. د فراه ولايت امنيه قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير كليد ته وويل،   ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې يې د دوو جلا جلا […]

نویسنده: TKG
29 لړم 1389

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې يې د دوو جلا جلا عملياتو په ترڅ كې يو طالب او دوه وسله وال غله نيولي دي. د فراه ولايت امنيه قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير كليد ته وويل،

 

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فراه ولايت كې يې د دوو جلا جلا عملياتو په ترڅ كې يو طالب او دوه وسله وال غله نيولي دي.

د فراه ولايت امنيه قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير كليد ته وويل، چې دغه عمليات د دې ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې تر سره شوي وو، چې په ترڅ كې يې دغه درې تنه ونيول شول.

نوموړي زياته كړه، چې غله د غلا پر مهال، چې له مسافرو يې شوكه كوله له يو ميل كلاشينكوف سره نيول شوي دي.

په دې وروستيو كې په بالابلوك ولسوالۍ كې وسله والې غلاګانې ډېرې شوې وې، چې له كبله يې ځايي خلكو تر دې وړاندې څو ځله ځايي چارواكو او روسنيو په دې اړه شكايتونه كړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA