ځايي چارواكو ويلي، چې د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د بهرنيو ځواكونو پر اكمالاتي كاروان بريد كړى، چې په ترڅ كې يې د دغه كاروان يو موټر سوځېدلى دى.
ځايي چارواكو ويلي، چې د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د بهرنيو ځواكونو پر اكمالاتي كاروان بريد كړى، چې په ترڅ كې يې د دغه كاروان يو موټر سوځېدلى دى.
د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې د بهرنيو ځواكونو اكمالاتي كاروان، چې امنيتي چارې يې د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پر غاړه وې د بكوا ولسوالۍ په چلګزي سيمه كې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلى دى.
نوموړي زياته كړې، چې دغه بريد تېره شپه ۱۲ بجې شوى، چې په ترڅ كې يې د دغه كاروان يو موټر سوځېدلى دى.
د منير په وينا، په نښته كې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو دى يې په اړه كره معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د بكوا ولسوالۍ له هلمند ولايت سره نښتې پوله لري، چې د كارپوهانو په وينا، وسله وال طالبان له همدې لارې په لويديزو ولايتونو كې د ترهګريزو بريدونو تر سره كولو لپاره كار اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


