ads

د پچيراګام ولسوال پر موټر د ماين چاودنه

د ننګرهار د پچېراګام ولسوال نن د وسله والو طالبانو له يوې ماين چاودنې سره مخ شو، چې د ده په خبره زيان نه دى وراوښتى او د طالبانو په دعوه ټپي شوى دى. د ننګرهار د پچېراګام ولسوال نن د وسله والو طالبانو له يوې ماين چاودنې سره مخ شو، چې د ده په […]

نویسنده: TKG
29 لړم 1389

د ننګرهار د پچېراګام ولسوال نن د وسله والو طالبانو له يوې ماين چاودنې سره مخ شو، چې د ده په خبره زيان نه دى وراوښتى او د طالبانو په دعوه ټپي شوى دى.

د ننګرهار د پچېراګام ولسوال نن د وسله والو طالبانو له يوې ماين چاودنې سره مخ شو، چې د ده په خبره زيان نه دى وراوښتى او د طالبانو په دعوه ټپي شوى دى.

ولسوال فاروق همت کليد ته وويل، چې له خپله کوره غرمه دولس بجې شاوخوا د ولسوالۍ پر لور روان و، چې په لېشکۍ سيمه کې يې موټر له يوې ماين چاودنې سره مخ شو.

د ده په وينا، ماين له يوه پولچک سره ځاى، پرځاى شو و، چې چاودنې يې ده، ورسره ملګرو او موټر ته کوم زيان نه دى اړولى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د پېښې مسوليت پرغاړه واخېست او دعوه يې وکړه، چې په چاودنه کې يې د ولسوال پر ټپي کولو سربېره نور زيان هم اړولى، چې پوره جزيات يې نه لري.

فاروق همت، چې له څو کلونو راهيسې يې د ننګرهار په حصارک، سره رود، خوګياڼو او سپين غر ولسواليو کې د ولسوال په توګه دندې ترسره کړې وايي، دا پرې لومړنۍ چاودنه وه.

تر ده څه باندې يو مياشت وړاندې د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ دوربابا ولسوال هم له ورته چاودنې سره مخ شوى و، چې هغه پکې له څو ساتونکو سره وژل شوى و.

پچېراګام د سپين غره په لمنه کې پرته هغه ولسوالي ده، چې د ناامنۍ خبرونه ترې وخت، نا وخت ترې راځي.

د دې غره ييزې ولسوالۍ په توره بوړه غر کې د طالب واکمنۍ پرمهال د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د شتوالي خبرې هم کېدې او له همدې امله دا سيمه تر درنو امريکايي بمباريو لاندې راغلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA