د ننګرهار د پچېراګام ولسوالۍ يو شمېر خلکو نن د دې ولايت د استيناف څارنوالۍ د رئيس پرضد د لاريون پرمهال تورلګاوه، چې هغه ورسره د ځمکې په سر لانجه کې زياتى کړى.
د ننګرهار د پچېراګام ولسوالۍ يو شمېر خلکو نن د دې ولايت د استيناف څارنوالۍ د رئيس پرضد د لاريون پرمهال تورلګاوه، چې هغه ورسره د ځمکې په سر لانجه کې زياتى کړى.
لاريون کوونکي، چې شمېره يې شاوخوا سلو تنو ته رسېده او د ننګرهار ولايت مقام مخې ته ټول شوي وو، ويل د استيناف څارنوالۍ رئيس يې کلي ته نېږدې د يوه چا ځمکه، چې د اخېستو لومړى حق يې دوى درلود، په بيه اخېستې او د دوى تر مخالفت وروسته يې د دوى څو تنه بنديان کړي وو، چې اوس بيرته خوشې شوي.
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رئيس معلم عبدالقيوم بيا کليد سره خبرو کې د لاريون کوونکو تورونه بې ځايه وګڼل او ويې ويل، دى چا سره کومه شخصي ستونزه نه لري.
د ځمکو پرسر لانجې په ننګرهار کې يوه له مهمو ستونزو ګڼل کېږي، چې ډېر کله تر ولسي مرګ، ژوبلو هم رسېدلې.
د دغه لاريون په اړه مو د پچېراګام له ځايي چارواکو او نورو سرچينو سره هم د خبرو هڅو وکړه، خو پکې پاتې راغلو.
تر اوسني لاريون وړاندې د ننګرهار د بېهسودو ولسوالۍ يو شمېر استوګنو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د يوه استازي حاجي حضرت علي پرضد ورته لاريون کړى و، چې د هغه يوه استازي هم پر هغه لګېدلي تورونه ناسم بللي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


