ads

د بې پېلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نژدې په قبايلي سيمه کې، د يوې بې پېلوټه امريکايي الوتکې په راکټي حمله کې ۴ تنه مړه او ۳ ټپيان شول.     د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نژدې په قبايلي سيمه کې، د يوې بې پېلوټه امريکايي الوتکې په راکټي […]

نویسنده: TKG
29 لړم 1389

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نژدې په قبايلي سيمه کې، د يوې بې پېلوټه امريکايي الوتکې په راکټي حمله کې ۴ تنه مړه او ۳ ټپيان شول.

 

 

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نژدې په قبايلي سيمه کې، د يوې بې پېلوټه امريکايي الوتکې په راکټي حمله کې ۴ تنه مړه او ۳ ټپيان شول.

ويل كېږي، وژل شوي او ټپيان ټول د حقاني ډلې كسان دي او افغانان دي.

چارواکي وايي، چې له ميرعلي څخه مرسي خيل ته تلونكى موټر په بريد كې په نښه شوى، چې په كې سپورو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه سيمه د طالبانو او بهرنيو جنګياليو د استوګنې مهم مرکز بلل کېږي.

ويل کېږي په دې ځاى کې هغه سخت دريځي وسله وال هم پټ دي، چې په افغانستان کې پر ناټو او امريکايي پوځيانو د ګڼو بريدونو مسوولين ګڼل کېږي.

دغه سيمه ده، د حقاني ډلې غښتلى مركز بلل كېږي، چې د ځايي خلكو په وينا كسان يې په رڼا ورځ هم په سيمه كې ليدل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA