په پاکستان کې افغان ديپلومات او د دغه هېواد نومول شوی سفير حاجي عبد الخالق فراهي نن سهار د خوست ولايت ملي امنيت کارکونکو ته وسپارل شو.د خوست د ملي امنيت رئيس اختر محمد د غږ د ثبتول پرته کليد ته
په پاکستان کې افغان ديپلومات او د دغه هېواد نومول شوی سفير حاجي عبد الخالق فراهي نن سهار د خوست ولايت ملي امنيت کارکونکو ته وسپارل شو.
د خوست د ملي امنيت رئيس اختر محمد د غږ د ثبتول پرته کليد ته د ده خلاصون او دوی ته سپارل ومنل، خو له نورو جزياتو يې ډډه وکړه.
فراهي د خوست ملي اميت چارواکو ته تر سپار ل کېدو وروسته شا وخوا اته بجې په يوه پوځي چورلکه کې کابل ته وليږدول شو.
دا، چې افغان جنرال قونسل څه ډول خلاص شوی او ايا په خلاصېدو کې يې کومه معامله شوې او که نه دا به ورسته معلومه شي.
فراهي په ۲۰۰۸ کال د سپتمبر د مياشتې په ۲۲ نيټه د پېښور په حيات اباد کې تښتول شوی و او پړه يې د صلاح الدين ايوبي په نامه يوې وسله والې ډلې په يوه خپره شوې ويډيو کې پر غاړه اخېستې وه.
د يادولو ده، چې فراهي له تښتول کېدو وړاندې شپږ کاله په پېښور کې د جنرال قونسل په توګه دنده تر سره کړې او د افغانستان او پاکستان په ديپلوماتيکو اړيکو کې يې مهم رول لرلی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


