ads

ننګرهار كې د تېلو د ټانكرو په تم ځاى كې بمي چاودنه

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو د تېلو د اکمالونکو ټانکرو په يوه تمځاى کې درنې چاودنې د چارواکو په وينا ترلسو زياتې ټانکرې ويجاړې کړي، خو چاته يې ځاني زيان نه دى اړولى.     په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو د تېلو د اکمالونکو ټانکرو په يوه تمځاى کې درنې چاودنې د چارواکو […]

نویسنده: TKG
23 لړم 1389

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو د تېلو د اکمالونکو ټانکرو په يوه تمځاى کې درنې چاودنې د چارواکو په وينا ترلسو زياتې ټانکرې ويجاړې کړي، خو چاته يې ځاني زيان نه دى اړولى.

 

 

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو د تېلو د اکمالونکو ټانکرو په يوه تمځاى کې درنې چاودنې د چارواکو په وينا ترلسو زياتې ټانکرې ويجاړې کړي، خو چاته يې ځاني زيان نه دى اړولى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي، چې چاودنه د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د بېهسودو ولسوالۍ په سراچې سيمه کې نن سهار وختي د ټانکرو په تم ځاى کې شوې.

دى د چاودنې له څرنګوالي ناخبري ښيي، خو وايي په يوه ټانکر کې وشوه، چې وروسته يې اور نورو ټانکرو ته هم وغځېد او شاوخوا دولس ټانکرې يې وسوزولې.

د والي وياند وايي، په پېښه کې ځاني زيان نه دى اوښتى او پلټنې پسې روانې دي.

د ننګرهار والي وياند په دې اړه، چې دا ټانکرې د ايتلافي ځواکونو اړوند دي کنه؟ وويل، لا پرې څه نه شي ويلاى.

د پېښې مسؤليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته پرغاړه واخېست او ويې ويل، چې د څلورو درنو چاودنو په کولو يې پينځه وېشت ټانکرې له منځه وړي.

مجاهد د تېرې شپې پرنهو بجو د جلال اباد په رېنګ روډ سيمه کې د يوه بريد پرمهال د ايتلافي ځواکونو د دوو اکمالاتي ټانکرو د ويجاړولو دعوه هم کوي، خو ځايي چارواکي او په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره پرې څه نه وايي.

ننګرهار، چې د څو مياشتې وړاندې ناامنه شوى وضعيت يې له څه وخته ښه شوى و، پرون يې پرهوايي ډګر، چې په افغانستان کې د ناټو درېيمه پوځي اډه ګڼل کېږي، شاوخوا د لس ځانمرګو لخوا بريدونه وشول، چې پکې د تلفاتو بېلا، بېلې دعوې کېدې.

دا پېښې، چې د لوى اختر په رانېږدې کېدو سره زياتې شوي، يو شمېر ځايي خلک پرې په اندېښنې ښودلو سره له اړوندو چارواکو خپلو دندو ته پاملرنه غواړي او وايي، د سوله ييز ننګرهار وضعيت دې د خپلو کاري تېروتنو ښکار نه ګرځوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA