ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۳ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول. ځايي چارواكو ويلي، چې د امريكا بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه په اړونده   د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې […]

نویسنده: TKG
23 لړم 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۳ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول. ځايي چارواكو ويلي، چې د امريكا بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه په اړونده

 

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۳ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول.

ځايي چارواكو ويلي، چې د امريكا بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيريستان مركز ميرانشاه په اړونده سيمه كې يو موټر په نښه كړى و، چې پرې څلور توغندي توغولي وو او په ترڅ كې يې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او موټر هم په مكمل ډول له منځه لاړو.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، امريكايي بې پيلوټه الوتكې په سيمه كې دوامدار پروازونه كوي، چې له كبله يې په سيمه كې وېره خوره شوې.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د پاكستان په قبايلي سيمو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېر والى راغلى.

د شنونكو په اند شمالي او جنوبي وزيريستان دوه هغه قبايلي سيمې دي، چې په كې د بهرنيو ترهګرو او ځايي طالبانو قوي مركزونه دي او په همدې خاطر ډېره وخت پرې امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريدونه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA