ads

د اختر په وياړ د ځانګړو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر وركړل شو

كورنيو چارو وزارت د لوى اختر د رارسېدو په وياړ په ټول هېواد كې د ځانګړو امنيتي تدابيرو د نيولو او د پوليسو د لومړۍ درجې احضاراتو څخه خبر وركړ. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ كابل كې   كورنيو چارو وزارت د لوى اختر د رارسېدو په وياړ په […]

نویسنده: TKG
23 لړم 1389

كورنيو چارو وزارت د لوى اختر د رارسېدو په وياړ په ټول هېواد كې د ځانګړو امنيتي تدابيرو د نيولو او د پوليسو د لومړۍ درجې احضاراتو څخه خبر وركړ. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ كابل كې

 

كورنيو چارو وزارت د لوى اختر د رارسېدو په وياړ په ټول هېواد كې د ځانګړو امنيتي تدابيرو د نيولو او د پوليسو د لومړۍ درجې احضاراتو څخه خبر وركړ.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ كابل كې خبري غونډې ته وويل، چې د لړم له څلريشتمې  وروسته به د هېواد ټول امنيتي پوليس د ځانګړو امنيتي تدابيرو سربېره په لومړۍ درجه احضاراتو كې د اختر تر پايه  د امنيت د ساتلو په هدف په خپلو دندو پاتې وي او همداراز د نورو امنيتي ارګانونو بشپړ ملاتړ او همغږي به له پوليسو سره هم  وي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د لوى اختر په مناسبت دې له هر راز بريدونو څخه ډډه وكړي او په وينايې، هېوادوال دې هم د امنيت په ټينګښت كې له اړوندو امنيتي ارګانونوسره مرسته وكړي، چې ترڅو خلك خپل اسلامي او كلتوري مراسم په ډاډمنه فضاكې ترسره كړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري په هېواد كې ورستيو امنيتي پېښو ته، چې  په  بېلابېلو ولايتونو كې خلكو ته مرګ ژوبله واړوله، د لاملونو په اړه يې ډېر څه ونه ويل، خو  زياته يې كړه، چې څېړنې روانې دي.

د كورنيو چارو وزارت د چارواكو په وينا، د اختر په وياړ يې په كابل كې هم ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي، چې شاوخوا پنځلس زره امنيتي پوليس به يې د امنيت چارې پرمخ يوسي.

له بلې خوا د يكشنبې په ورځ په كندهار، ننګرهار او د هېواد په  يو شمېر نورو سيمو كې د بيلابېلو بريدونو په  ترڅ كې لسګونه كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA