د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې ځانمرګي بريد د بريدګر په شمول ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. په واڼه كې يوه دولتي چارواكي رسنيو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي، چې دغه
د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې ځانمرګي بريد د بريدګر په شمول ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په واڼه كې يوه دولتي چارواكي رسنيو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي، چې دغه بريد له واڼه بازار څخه شاوخوا ۲۵ كيلومتره لرې شمال خواته د شگۍ سيمې په زوړ سراى كې شوى.
د چارواكي په وينا، بريد هغه مهال تر سره شو، چې په سيمه كې د سولې د كمېټې رضاكارو ساتونكو دى دفتر ته له ننوتولو منعه كولو.
نوموړي زياته كړه، چې د سولې د كمېټې ساتونكو يې د منعه كولو په خاطر هوايي ډزې هم وكړې، خو هغه دفتر د ځان رسولو كوښښ كاوه.
عيني شاهدانو په سيمه كې رسنيو ته ويلي، چې د سولې كمېټې رضا كاروانو ځكه پر دغه ځانمرګي هوايي ډزې كولې، چې تر شا يې د مال منډي وه او پرې د مخامخ ډزو له كبله ښايي ملكي خلكو ته مرګ ژوبله اوښتى واى.
دوى زياته كړې، چې دغو رضاكارانو ځانمرګي ته د واسكټ د غورځولو امر كاوه، چې په همدې كې چاودنه وشوه او له كبله يې پر مرګ ژوبلې سربېره د سولې كمېټې دفتر ته هم څه ناڅه زيان واوښت.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په شګۍ كې د سولې د كمېټې پر دفتر بريد شوى و، چې په كې تر ۵ زيات رضاكاران وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


