د بريتانيا د وسله والو ځواكونو مشر سر ډېوېډ ريچرډز ويلي، چې القاعده ماته خوړونكې نه ده او انګلېستان بايد تر راتلونكو ۳۰ كالو پورې د دغې ډلې بريدونو ته تيار اوسي.
د بريتانيا د وسله والو ځواكونو مشر سر ډېوېډ ريچرډز ويلي، چې القاعده ماته خوړونكې نه ده او انګلېستان بايد تر راتلونكو ۳۰ كالو پورې د دغې ډلې بريدونو ته تيار اوسي.
نوموړي د بريتانيا ورځپاڼې سنډى ټيليګراف سره په مركه كې ويلي، چې بريتانيا د دې پر ځاى، چې پر اسلامي سخت دريزو مكمل برى ترلاسه كړي، خپل اوسېدونكي دې له راتلونكو خطرونو څخه خوندي وساتي او دا كار شونى هم دى.
د ريچرډز په وينا، د القاعدې پر وړاندې استعمالونكې اصلي وسله تعليم او جمهوريت دى.
نوموړي زياته كړه : ((په روايتي جنګ جګړې كې ماته او برى روښانه دى، خو تر ټولو لومړى بايد دا پوښتنه وشي، چې ايا موږ پر اسلامي سخت دريزو مكمله فتح ترلاسه كولي شو كه نه؟، نو زه وايم، چې دا كار نه اړين دى او نه هم د پوره كېدو وړ.))
د نوموړي په وينا، تر دې دمه د بريتانيا حكومت ويلي، چې دوى پر القاعدې دومره برى ترلاسه كړى، چې دوى او اولادونه يې كولاى شي په خوندي توګه ژوند وكړي، خو ((دا كار زما فكر ناممكن دى.))
ډېوېډ ريچرډز ويلي، چې د بريتانيا حكومت او پوځ په مكمل ډول په دې پوهېدلو كې پاتې راغلي، چې افغانستان كې يې څه شى په داو لګولى؟
نوموړي منلې، چې د ناټو لخوا افغانانو سره پر شويو وعدو وفا نه كول د دې سبب شوى، چې افغانان د ناټو پر ضد شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


