په ننګرهار کې د ملي اردو پريوه موټر چاودنې لږ، ترلږه پينځلسو تنو ته، چې اکثره يې ولسي وګړي دي، مرګ، ژوبله واړوله. په دې ولايت کې د ملي اردو د ګارنېزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهيم
په ننګرهار کې د ملي اردو پريوه موټر چاودنې لږ، ترلږه پينځلسو تنو ته، چې اکثره يې ولسي وګړي دي، مرګ، ژوبله واړوله.
په دې ولايت کې د ملي اردو د ګارنېزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهيم خېل وايي، چاودنه د جلال اباد ښار مستوفيت څلورلاري ته څېرمه په قصبې سيمه کې د ورځې شاوخوا لس بجې په يوه کراچۍ کې د ځاى، پرځاى شويو ناچاودو توکيو پر مټ شوې.
دى په پېښه کې د دوو ولسي وګړو وژل کېدل او ديارلسو نورو ټپي کېدل مني.
د ده په وينا، په ټپيانو کې پينځه تنه د ملي اردو سرتېري دي، چې روغتيايې ښه ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټرسيف الرحمان ابراهيم خېل بيا کليد ته وويل، چې له پېښې ورته د دوو مړو ترڅنګ، چې ولسي وګړي دي، نهه ولسي ټپيان هم وروړل شوي.
د پېښې مسؤليت چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو ترې وړاندې د نورو ناامنيو مسؤليت وسله والو طالبانو مانه.
دې سره وروستۍ ورځې له څه مودې ارامۍ ورسته ننګرهار ته مرګونې او خونړۍ ګڼل کېږي، ځکه پرون يې پر هوايي ډګر، چې اوس ترډېره د ناټو ځواکونو هوايي اډه ده، شاوخوا لس ځانمرګي بريدونه وشول.
ځينې ولسي خلک او ان يو شمېر چارواکي خپله د ننګرهار اړوندې مس،لې ادارې د وضعې په کابو کولو کې په پاتې راتګ او دندې ته يې په نه پاملرنې تورنوي، خو ولايتي اداره دا تور په ځاى نه ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


